د سياسي چارو کارپوه سلیم پیگیر وسله وال بريد کې ټپي شوی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګر کابل کې د ناپېژانده کسانو په برید کې ټپی شوی او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع رسنيو ته ویلي چې دغه برید نن شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د هغه په کور کې پرې شوی دی.

قانع وایي، پیګر اوس مهال په کابل ښار کې په یوه روغتون کې بستر دی او د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې پر پیګر برید د «شخصي انګیزې» له امله شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6442a
دکمه بازگشت به بالا