د شریف هادي تر وژنې وروسته په بنګله‌دېش کې تاوتریخجن لاریونونه پیل شول

په بنګله‌دېش کې له تېرو دوو ورځو راهیسې پراخ ولسي لاریونونه روان دي چې په ځینو ښارونو او سیمو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي دي. دا اعتراضونه تر ډېره د پلازمېنې ډاکه ترڅنګ نورو مهمو ښارونو ته هم غځېدلي دي.
دغه لاریونونه تر هغه وروسته پیل او پراخ شول، چې د محصلینو یو مخکښ مشر شریف عثمان هادي په ډاکه ښار کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو. د نوموړي وژل کېدو د محصلینو، مدني فعالانو او سیاسي ډلو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
معترضین د دې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د عاملینو د پېژندنې او قانون ته د سپارلو غوښتنه کوي. په ځینو سیمو کې د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې، چې له امله یې د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
د بنګله‌دېش حکومت د وضعیت په غبرګون کې له خلکو غوښتي، چې خپل اعتراضونه په سوله‌ییز ډول ترسره کړي او له هر ډول تاوتریخوالي ډډه وکړي. حکومتي چارواکو ویلي، چې د یادې پېښې د څېړنې لپاره ځانګړي اقدامات شوي او هڅه روانه ده چې امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې وساتل شي.
دا لاریونونه داسې مهال ترسره کېږي، چې بنګله‌دېش د راتلونکو ټاکنو په درشل کې قرار لري او سیاسي فضا تر بل هر وخت زیاته حساسه شوې ده. شنونکي وایي، چې دا وضعیت ښایي پر ټاکنیز بهیر او د هېواد پر سیاسي ثبات اغېز ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2064e
دکمه بازگشت به بالا