د صنعت وزیر: برېښنا حیاتي ده، د پانګونې ماشینونه له مالیو معاف دي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د صنعت د پرمختګ پر مهمو اړخونو خبرې کړې او برېښنا یې د صنعت لپاره حیاتي اړتیا بللې ده.
ښاغلي عزيزي د «برېښنا د ثبات او پرمختګ په دوه ورځني نړيوال کنفرانس» کې ويلي، د صنعت په برخه کې د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي او هغه ماشينونه چې د پانګونې په موخه له بهره هېواد ته راوړل کېږي، له ګمرکي ماليو معاف شوي دي.
عزیزي همدارنګه زیاته کړې، اوس مهال د افغانستان صنعت ډېر پرمختګ کړی او هڅه کیږي چې د صنعت کارانو ستونزو ته په ښه او اغېزمنه توګه رسېدنه وشي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a751s
دکمه بازگشت به بالا