د عامه امنیت پولیسو ریاست کابل کې ۴۸۷ بېاسناده وسایط نیولي

د عامه امنيت پوليسو رياست وايي، تېرې یوې اوونۍ موده کې کابل ښار کې ۴۸۷ هغه وسایط پېژندل شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي، هغه اقدام چې د ښاري نظم ټینګښت او امنیت پیاوړتیا برخه کې مهم بلل کېږي.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، یاد وسایط د «البدر» دویم کنډک پرسونل له لوري د کابل ترافیکو پولیسو په همغږۍ تثبیت شوي دي. چارواکي څرګندوي، د دې لړۍ موخه ښار کې د بېاسناده وسایطو تګراتګ مهارول او د قانون پلي کېدو بهیر پیاوړی کول دي، څو امنیتي ستونزې راکمې او عامه نظم خوندي شي.
همداراز ۲۲۳ نور وسایط چې له بېلابېلو ولایتونو کابل ته د ننوتلو هڅه یې کوله، د قانوني اسنادو نشتوالي له امله د «سنګنوشته» دروازه کې درول شوي او بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړل شوي دي. مسوولین وایي، دا ډول کنټرولي اقدامات به دوام ولري، څو پلازمېنه کې د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
د عامه امنیت رئیس ملا عبدالرحیم ظهیر د امنیتي منسوبینو هڅې ستایلې او ټینګار یې کړی چې د قانون حاکمیت تأمین لپاره ورته عملیات دوام مومي. نوموړي زیاته کړې، امنیتي بنسټونه ژمن دي څو کابل کې د نظم او ثبات فضا لا ټینګه کړي او خلکو ته خوندي چاپېریال برابر کړي.
چارواکي باور لري، د قانوني اسنادو د څار دا لړۍ به نه یوازې ښاري مدیریت منظم کړي، بلکې د امنیتي ګواښونو د کمېدو لامل هم وګرځي.

