د عامې روغتيا وزارت: د خلکو د رواني روغتيا د پياوړتيا لپاره پروګرام پيل شو

د عامې روغتيا وزارت په کابل کې د بيړنيو حالاتو پر مهال د خلکو د «رواني حالت د پياوړتيا او عامه پوهاوي» پروګرام ترسره کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې ناسته کې د ياد وزارت د خدمتونو د عرضې مرستيال مولوي عبدالولي حقاني په حوالې ويلي، د جګړو، طبيعي افتونو او نورو ستونزو له امله د هېواد ډېری وګړي د رواني فشارونو او ذهني ګډوډۍ سره مخ دي او دوی هڅه کوي، د نړيوالو سازمانونو په همکارۍ د دغو ستونزو درملنه او مخنيوی وکړي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، د عامې روغتيا وزارت نه يوازې د خلکو فزيکي ستونزو ته پاملرنه کوي، بلکې د ذهني او رواني روغتيا د ښه‌والي لپاره هم جدي ګامونه اخلي.

مولوي حقاني له ټولو ملي او نړيوالو مؤسسو غوښتي، چې له روغتيايي سکټور سره خپلې مرستې دايمي او لا زياتې کړي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاډ ورکړی، چې د خلکو د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او اغېزمنتيا لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6547a
دکمه بازگشت به بالا