د عامې روغتیا وزارت: د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د ذهني روغتیا پیاوړتیا غوښتنه کړې

د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيال ډاکتر محمد حسن غياثي، د کوچنيانو او تنکیو ځوانانو د رواني روغتيايي خدمتونو د سروې د موندنو د خپرولو په مراسمو کې ويلي، چې په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو، کډوالۍ او بېلابېلو ناخوالو له امله ګڼ شمېر هېوادوال د رواني ناروغيو له ستونزو سره مخ دي.

د سریع خبري اژانس خبريال په دې ناسته کې د ښاغلي غياثي په حواله ويلي، اوس مهال په نړيواله کچه شاوخوا ۴۵۰ ميليونه وګړي له رواني ناروغيو سره لاس او ګرېوان دي، خو د افغانستان په ګډون له ۷۵ تر ۹۵ سلنه وګړي لا هم د دغو ناروغيو د درملنې او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي ټينګار کوي، چې د رواني روغتيا پياوړتيا او د اړوندو خدمتونو پراختيا د هېواد د راتلونکو نسلونو د سالم پرمختګ لپاره حياتي ارزښت لري.

د ويلو ده، چې د عامې روغتيا وزارت د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو د رواني روغتيايي خدمتونو د سروې د موندنو خپرولو په تړاو نن غونډه کړې، چې پکې د اسلامي امارت ګڼو چارواکو، روغتيايي مسوولينو او خبريالانو ګډون کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6403a
دکمه بازگشت به بالا