د عدلیې وزارت د ۱۶۰۰ بنسټونو د جواز لغوه کېدو ادعاوې رد کړې

عدلیې وزارت اړوندو سرچینو هغه ادعاوې ناسمې بللې چې ګواکې تازه د ۱۶۰۰ علمي، دیني او کلتوري بنسټونو د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي. سرچینو ټینګار کړی چې خپاره شوي معلومات له واقعیت سره سمون نه لري او په دې اړه رامنځته شوې اندېښنې بې‌بنسټه دي.
د سرچینو په وینا، د بنسټونو د ثبت، ارزونې او قانوني وضعیت ټولې چارې د نافذه قوانینو او ټاکلو اصولو له مخې پر مخ ځي او هېڅ پراخ یا عمومي تصمیم د جوازونو د لغوه کېدو په تړاو نه دی نیول شوی. هغوی زیاته کړې چې اړوند ارګانونه هڅه کوي معلومات له مسوولانه لارو شریک شي، څو عامه ذهنیت له ناسم تعبیر او ګډوډۍ خوندي پاتې شي.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې اسلامي امارت د حامد کرزي بنسټ په ګډون د شاوخوا ۱۶۰۰ ټولنیزو، مدني، علمي، مذهبي او فرهنګي بنسټونو د فعالیت جوازونه لغوه کړي دي؛ خو سرچینې دا ادعا ردوي او وایي، رسمي دریځ یوازې له مسوولو لارو اعلانېږي.
سرچینې ټینګار کوي چې بنسټونه باید خپل فعالیتونه د نافذه اصولو په چوکاټ کې تنظیم کړي او هر ډول اداري بدلونونه له قانوني لارو تعقیب شي، څو د فعالیت بهیر روڼ، منظم او باوري پاتې شي.

دکمه بازگشت به بالا