د عمران خان د بند دوه کلنه کلیزه؛ د تحریک انصاف لسګونه غړي ونیول شول، کورنۍ هم له تعقیب خوندي نهدي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) ادعا کړې چې د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيول کېدو د دوو کلونو د پوره کېدو په تړاو د لاريونونو پر مهال په لاهور او نورو ښارونو کې د ګوند لسګونه غړي نيول شوي دي.
د پاکستان حکومت د دغو نيونو په اړه د تحریک انصاف ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان تحريک انصاف وايي پوليسو په لاهور کې د دغه ګوند د يوه مشر عثمان ډار د مور په ګډون څو تنه نيولي دي. تر دې وړاندې د تحریک انصاف ګوند د مرکزي پنجاب وياند حافظ ذيشان ادعا کړې وه چې د لاهور پوليسو د سې شنبې له سهاره د پي ټي ای شاوخوا ۲۰۰ تنه غړي نيولي دي.
خو د پنجاب د اطلاعاتو وزيرې عظمی بخاري ويلي، د تحریک انصاف ګوند د هېڅ کوم غړي پر وړاندې قضيه نه ده ثبت شوې.
نوموړې وويل، داسې راپورونه وو چې پي ټي ای د وضعيت خرابولو هڅه کوي چې د دې اندېښنو پر بنسټ ځينې خلک نيول شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a343s