د غالیو ټولنه غواړي د صنعت پاملرنې سره د نړۍوال بازار تولید زیات شي

د افغانستان د غالیو تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وایي، که اسلامي امارت د غالیو صنعت او تولید ته لازمه پاملرنه وکړي، نو دا به په نړۍوال بازار کې د افغاني غالیو تولید زیات کړي او هېواد به په لوړو سټېجونو کې ښه مقام ترلاسه کړي. تازه په ترکیه کې د ۱۹ هېوادونو ترمنځ افغاني غالۍ لومړی مقام خپل کړی دی.
د یادې ټولنې مرستیال، قربان علي جمشېدزاده ویلي چې افغاني غالۍ د ځانګړي جوړښت، نوښتګر ډیزاین او کیفیت له کبله نړۍوال شهرت لري. هغه زیاته کړه، که په کور دننه نندارتونونه جوړ او نړۍوال سوداګرو ته بلنه ورکړل شي، نو د افغانستان غالۍ به په پراخه کچه په نړیوال بازار کې مطرح شي.
غالۍ پلورونکي هم په کور دننه او بهر د بازار موندنې پراختیا او د اسلامي امارت د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي. هر کال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تر یو میلیون متره مربع پورې غالۍ تولیدیږي او نورو هېوادونو ته صادرېږي، چې په ارزښت کې میلیونونه ډالر ته رسېږي.
د صنعت کارانو په وینا، د غالیو صنعت نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې د هېواد فرهنګي او هنري هویت هم څرګندوي. افغاني غالۍ د لوړ کیفیت او ځانګړي ډیزاین له کبله نړۍوال شهرت لري او ګڼ شمېر مینه‌‌وال یې په ټوله نړۍ کې لري.
مسوولین ټینګار کوي، که اسلامي امارت د غالیو صنعت ته جدي پاملرنه وکړي، دا به د افغانستان اقتصاد ته لویه وده ورکړي او هېواد به د افغاني غالیو په نړیوال بازار کې د غوره تولیدوونکو په توګه مطرح شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w861w
دکمه بازگشت به بالا