د غزني قرهباغ کې ترافیکي پېښه؛ یو مړ او اووه ټپیان

د غزني مسوولین وایي، د یاد ولایت «قرهباغ» ولسوال کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه د قرباغ ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لویه لار په «سپینبند» سیمه کې د یوه باروړونکي او مسافروړونکي موټر د ټکر په پایله کې شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په ټپيانو کې څلور ماشومان او یوه ښځه شامل دي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
د غزني امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې تېره شپه هم د غزني ښار اړوند د روضېکوتل په سیمه کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

