د غزې جګړه او یرغمل شوي کورنۍ: نړیوال فشار د جګړې د ودېدو غوښتنه کوي

د تل ابیت او بیت المقدس په ګډون په ځينو سیمو کې د ورکو او یرغملو کورنیو ډلې د احتجاجونو اعلان کړی دی. دوی له اسرائيلي ځواکونو غوښتي چې د غزې ښار د نیولو جګړه ودروي او له حماس سره پاتې یرغمل دې خوندي خپلو کورنیو ته راستانه کړل شي.

دې ډلې د اسرائيل حکومت نه غوښتنه کړې چې د یرغملو خوشي کولو ته دې لومړیتوب ورکړي او ژر تر ژره دې جګړه ودروي.

پر اسرائيلي حکومت تازه نیوکې د غزې په جنوب کې پر ناصر روغتون تر برید وروسته ډېرې شوې چې د پنځو خبریالانو او څلورو روغتیايي کارکوونکو په ګډون پکې لږ تر لږه ۲۰ تنه ووژل شول.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4945a
دکمه بازگشت به بالا