د غزې خبريالان د جګړې په ډګر کې: ژوند، کار او نړۍ ته د حقیقت رسولو مبارزه

په غزه کې خبریالان د جګړې له امله له داسې سختو شرایطو سره مخ دي، چې د نړۍ په ډېرو سیمو کې یې تصور هم نه شي کېدلی.

ويل‌کېږي، هغوی د روغتونونو تر څنګ په خیمو کې ژوند کوي او له همدې ځایه د غزې د جګړې واقعيتونه تر نړۍ رسوي.

دغه خبريالان برېښنا او انټرنټ ته جدي اړتیا لري؛ خو یوازې د روغتونونو جنراتورونه دومره مرسته ورسره کوي چې خپل موبایلونه او وسایل پرې چارج کړي.

د يادونې وړ ده، په تېرو دوو اوونيو کې په غزه کې د صهيونيست رژيم بريدونو له امله شاوخوا ۱۰ تنو خبريالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5018a
دکمه بازگشت به بالا