د قزاقستان غنم؛ د افغانستان د خوراکي اړتیاوو لپاره نوې هیلې

انجینر غلام سرور کاکړ، افغان کډوال چې دا مهال په قزاقستان کې ژوند کوي، وايي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د غنمو د صادراتو زیاتوالی یوازې یو تجارتي بدلون نه، بلکې د دواړو هېوادونو لپاره یوه مهمه ستراتېژیکه اړتیا ده. د هغه په وینا، قزاقستان یو پرمختللی کرنیز هېواد دی چې د زراعت، ټکنالوژۍ او عصري تولید په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او شاوخوا لس سلنه کرنیز محصولات یې نړیوالو بازارونو ته صادریږي. نوموړی زیاتوي چې افغانستان د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول غنمو، جدي اړتیا لري او دا راکړه ورکړه د دواړو لورو لپاره ګټوره تمامېږي.
غلام سرور کاکړ وايي، د استانې او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخېدل یوازې اقتصادي نه، بلکې دیپلوماتیک ارزښت هم لري. د هغه په باور، هر څومره چې د دوو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي، هماغومره به د دواړو اقتصادونه وده وکړي او د اوږدمهاله ثبات زمینه به برابره شي. هغه ټینګار کوي چې سالمې سوداګریزې اړیکې کولای شي د اعتماد فضا رامنځته کړي او د سیمې په کچه مثبت بدلونونه راولي.
نوموړی د پاکستان له لارې د سوداګرۍ درېدو ته په اشارې وايي، پاکستان د افغانستان پر وړاندې تل دوهمخیزه تګلاره خپله کړې ده. د هغه په وینا، پاکستان نه په سیاسي برخه کې او نه هم په سوداګریزو چارو کې نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شوی. غلام سرور کاکړ وايي، کله چې د پاکستان د مېوو موسم وي، د سوداګرۍ لارې خلاصې وي، خو د افغانستان د مېوو او خوراکي توکو د صادراتو پر مهال پر افغان سوداګرو محدودیتونه لګول کېږي. د هغه په اند، له پاکستان سره سوداګري یوازې هغه مهال دوام کولی شي چې نړیوال تضمینونه موجود وي، خو د قزاقستان بدیل رول د افغانستان لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي.
غلام سرور کاکړ باور لري چې که افغانان یو موټی شي او هر کار اهل کار ته وسپارل شي، افغانستان کولای شي په لنډ وخت کې نه یوازې د خوړو اړتیاوې پوره کړي، بلکې اقتصادي ځانبسیاینې ته هم ورسېږي. هغه وایي، که د هېواد چارسمبالي چارواکي په رښتینولۍ د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي، نو لویې پروژې لکه د قوشتیپې کانال، ټاپي پروژه، د رېل پټلۍ پراختیا، د اوبو بندونه، د سړکونو جوړول او صنعتي پارکونه کولای شي افغانستان پر پښو ودروي. د هغه په خبره، له نړۍ سره ښې اړیکې، شفاف مدیریت او ګډ ملي فکر هغه څه دي چې افغانستان ته د یوه اباد او پیاوړي راتلونکي لاره هواروي.

