د لوړو زدکړو وزیر: افغانستان او مصر ژورې مذهبي او تاریخي اړیکې لري.

د لوړو زدکړو وزیر، شيخ نداء محمد ندیم د مصر د سفارت د فرهنګي او تعليمي چارو مستشار، محمد عبدالحلیم سره کتلي او ویلي یې دي چې افغانستان او مصر نږدې مذهبي او تاريخي اړیکې لري.
نوموړي د افغانستان په اړه د مصر مستشار او د دغه هېواد پاليسي د ستايلو وړ بللې چې د افغانستان ارزښتونو، عنعناتو او قوانينو ته درناوی لري او داخلي چارو کې يې لاسوهنه نه کوي.
د لوړو زدکړو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د مصر سفارت مستشار د افغانستان اوسنی ډاډمن امنیتي وضعیت ستایلی او په خپلو خبرو کې یې زياته کړې چې مصر په دغه هېواد کې مېشت محصلانو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.
نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړی چې د افغان محصلانو لا ښه روزنه به کوي او همداراز یې له افغانستان سره د نورو همکاريو ژمنه هم کړې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6541a