د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو پروژه د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري پیل شوه

د لوګر پوهنتون مسوولین وایي چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري د یاد پوهنتون د داخلي سړکونو جوړولو پروژه په رسمي ډول پیل شوې ده، هغه پروژه چې شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې اټکل شوی او ټاکل شوې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.
د پوهنتون مرستیال مولوي فضل‌الربي مصطفی څرګنده کړې چې دغه پروژه روان کال د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا منظور شوې وه، خو د ژمي سړې هوا عملي چارې ځنډولې وې. د نوموړي په وینا، اوس د کار شرایط برابر شوي او پاتې چارې به په منظم ډول پر مخ ولاړې شي څو پروژه په ټاکلي وخت پای ته ورسېږي.
د مسوولینو په خبره، په پروژه کې د پوهنتون داخلي سړکونه، اړوند پلې لارې، شنې ساحې، پارکونه او یو معیاري چوک شامل دي چې ټول به په پاخه او اساسي ډول ورغول شي. هغوی زیاتوي چې د یادو تاسیساتو جوړېدل به د محصلینو، استادانو او کارکوونکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې کړي او د پوهنتون چاپېریال به منظم او معیاري بڼه خپله کړي.
چارواکي وایي ټاکل شوې د پروژې ټولې برخې په ۱۴۰۵ کال کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي، هغه ګام چې د تحصیلي بنسټ د بنسټیزو اسانتیاوو پیاوړتیا او د زده‌کړې چاپېریال ښه کېدو په برخه کې مهم بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s314h
دکمه بازگشت به بالا