د ماليې وزارت : د صادراتو ۱۳.۵ او د ټرانزيټ ۲۴.۵ سلنه زیاتوالی

د ماليې وزارت خبر ورکړی، چې په ګمرکونو کې د رامنځته شويو اسانتياوو له امله د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د هېواد له ګمرکونو څخه د صادراتو او بهرني ټرانزيټ په کچه کې د تېر کال د لومړيو پنځو مياشتو په پرتله د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

ياد وزارت ويلي، چې د تېر کال په همدې موده کې ۳۴ زره او ۱۱۵ جوپي صادرات شوي دي، چې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې بيا دغه شمېر ۴۸ زره او ۹۲۸ جوپو ته رسېدلی او له دې سره ۱۳.۵ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه راز د بهرنيو ټرانزيټ په برخه کې د روان کال په لومړنيو پنځو مياشتو کې له هېواده ۱۳ زره او ۱۹۸ جوپې ټرانزيټ شوې، چې د تېر کال په لومړيو پنځو مياشتو کې بيا دا شمېر ۱۰ زره او ۶۰۱ جوپې ته رسېږي او له دې سره هم په دې کې ۲۴.۵ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د مسوولينو په وينا، له دې ډلې په ډېره کچه صادرات پاکستان، هند، قزاقستان، متحده عربي امارات، ازبيکستان او ترکيې هېوادونو ته شوي او له هېواد څخه ترسره شوي ټرانزيټ بيا پاکستان، ازبيکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ايران هېوادونو ته شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5735a
دکمه بازگشت به بالا