د مالیزیا لومړي وزیر د اسلام‌اباد جومات برید وغنده

د مالیزیا لومړي وزیر، انور ابراهیم، په اسلام‌اباد کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر یوه جومات د شوي برید له امله د خلکو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول قصدي بریدونه د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره ښکاره ټکر لري.
انور ابراهیم د ایکس له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د اسلام‌اباد د جومات برید، چې د جمعې د لمانځه پر مهال شوی، «پر دیني خلکو یو قصدي او غیرانساني عمل» دی او ټینګار یې کړی، چې د مالیزیا حکومت او ولس د دې غمیزې پر مهال د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي.
د مالیزیا لومړي وزیر زیاته کړې، چې د دې برید قربانیانو کورنیو او ټپیانو ته د زړه له کومي خواخوږي وړاندې کوي او د هغو ټولو کسانو ترڅنګ ولاړ دی، چې له دې پېښې اغېزمن شوي دي.
هغه همداراز هیله ښودلې، چې د پاکستان اړوند چارواکي به د دې برید په تړاو هر اړخیزه او بشپړه څېړنه ترسره کړي او عاملین به یې عدالت ته وسپاري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1061w
دکمه بازگشت به بالا