د مس عینک كان د عملي استخراج لپاره بشپر چمتوالی ښودل شوی

د امسيسي (MCC) شرکت د مديره پلاوي رييس وانګ جی چينګ ویلي، چې د مس عینک کان د عملي استخراج لپاره ټول پړاوونه بشپړ شوي او پر وړاندې یې ټولې ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې په لوګر ولایت کې د یوې ځانګړې ناستې پر مهال کړې، چې موخهیې د مس عینک د استخراج د عملي چارو د چټکتیا او د سيمهييزو چارواکو او شرکت ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا ښودل شوې.
وانګ جی چینګ زیاته کړې، چې له دې پروژې سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر شي.