د ملي دفاع وزارت: د پاکستان د بریدونو په ځواب کې به مناسب او حساب‌شوی اقدام وشي

ملي دفاع وزارت ویلي، پاکستاني پوځي رژیم د تیرو تجاوزونو په دوام یو ځل بیا د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، (یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو) هوايي بریدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې‌گناه ملکي وګړي پکې شهیدان او ټپیان شول.
ملي دفاع وزارت د افغانستان پر ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندلی او دا عمل یې د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسولیت بللی او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری یې ورکړی دی.
دغه وزارت پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت بللی دی، او زیاته کړې یې ده دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s234h
دکمه بازگشت به بالا