د ملي دفاع وزارت د ۲۵ توپچي سرتېرو روزنه بشپړه شوه

د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د توپچي ریاست اړوند د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۲۵ تنه مداومین د «BM-21» څلوېښت مېلې دستګاه له یو میاشتنیو نظري، مسلکي او علمي زده‌کړو وروسته فارغ شوي دي.

ياد وزارت وايي، د فراغت مراسم د عقیدتي او امربالمعروف چارو د رييس مولوي سیداغا ابومقبول عاکف، د توپچي ریاست د رييس مولوي رحمت‌الله ناظم، د مرستیال ملا صدیق‌الله مستري او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې ترسره شوي دي.

مسووولینو په خپلو ویناوو کې ويلي، هغه هېواد چې قوي توپچي ځواک ولري، هېڅوک یې د حریم پر تېرۍ زړه نه شي کولی. دوی زیاته کړه، یادې زده‌کړې د مداومینو د لا مسلکي کېدو په موخه برابرې شوې، څو وکولای شي د هېواد له سرحداتو په کلکه دفاع او ساتنه وکړي.

ویناوالو همداراز ټینګار کړی، چې فارغان دې خپلو مسوولیتونو ته جدي پاملرنه وکړي، د بیت‌المال ساتنه دې خپل لومړیتوب وګرځوي او د شرعي امورو په چوکاټ کې دې د خپلو امیرانو اطاعت وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3030e
دکمه بازگشت به بالا