د ملي دفاع وزير افغانان باید د انتقام پر ځای د سولې او ملي يووالي لپاره هڅې وکړي

د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د سلواغې ۲۶مې په مراسمو کې ویلي، چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو د مبارزې قربانۍ پایله دا شوه، چې اوس خپلواک نظام لرو.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغانان باید د راتلونکې په فکر کې واوسي، د انتقام پر ځای د سولې او ملي یووالي لپاره هڅې وکړي او داسې تاریخ پرېږدي، چې راتلونکي نسل ته پیغور ونه اوسي.
هغه له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې له دفاعي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي، ځکه ملي امنیت د خلکو په ملاتړ ټینګ ولاړ دی.
ملا محمد یعقوب مجاهد همداراز ګاونډیو، د سیمې او لرې پرتو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان د دوی لپاره خطر نه دی، بده اراده نه لري او هېڅوک اجازه نهلري، چې خاوره یې د بل چا پر ضد وکارول شي.
وزیر ټینګار کړی، اسلامي امارت توانیدلی چې له بهرنيو مرستو پرته سراسري امنیت ټینګ کړي او له ټولو هېوادونو سره په متقابل احترام او تعامل ولاړې اړیکې غواړي.

