د نایجریا دفاع وزیر استعفا د روغتیا ستونزو له امله دنده پرېښوده، ولسمشر یې منلې ده

د نایجریا ولسمشرۍ ماڼۍ رسماً اعلان کړی چې د هېواد دفاع وزیر محمد بدارو ابوبکر خپلې دندې ته استعفا وړاندې کړې او ولسمشر بولا ټینوبو هم دا استعفا منلې ده. د ماڼۍ ویاند بایو اونانوا د جرمني رسنیو له قوله ویلي چې ابوبکر د روغتیايي ستونزو له امله د دندې پرېښودو تصمیم نیولی او د درملنې اړتیا یې له دوامداره کار سره د پاتې کېدو امکان محدود کړی و.

د ابوبکر استعفا په داسې وخت کې کېږي چې نایجریا له سختو امنیتي ننګونو سره مخ ده. وسله‌والو بریدونو، غلاوو، تښتونو او ترهګریزو فعالیتونو په ځانګړې توګه په شمالي سیمو کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی او د حکومت وړتیا یې د خلکو تر پوښتنې لاندې راوستې ده. په همدې تړاو ولسمشر بولا ټینوبو په ټول هېواد کې امنیتي بېړنی حالت اعلان کړی، چې موخه یې د امنیتي جوړښتونو د پیاوړتیا، د عملیاتو د چټکتیا او د خلکو د خوندیتوب کچه لوړه ښودل شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، د بېړني حالت د عملي کېدو څرنګوالي، قانوني حدودو، او امنیتي پلانونو په اړه به په نږدې ورځو کې نور جزییات وړاندې شي. ټینګار شوی چې حکومت د امنیت د بیا احیا کولو لپاره د نويو تګلارو او عملي اقداماتو پر چمتو کولو کار کوي.

کارپوهان د دفاع وزیر استعفا د نایجریا د امنیتي وضعیت د وخامت مستقیم انعکاس بولي او وایي چې حکومت به اړ وي د امنیتي سکتور د اصلاحاتو لپاره پراخې پرېکړې وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f956h
دکمه بازگشت به بالا