د نروې د دوه ټریلیونه ډالرو صندوق د غزې د بشري ناورین له امله له اسرائیلي پانګونو لاس اخلي
د نروې د دوه ټریلیونه ډالرو ملي شتمنۍ صندوق د غزې د بشري ناورین له امله له څو اسرائیلي شرکتونو لاس اخلي.

خبرگزاری سریع: د نروې د ملي شتمنۍ ستر صندوق، چې د نړۍ په کچه د خپل ډول تر ټولو لوی پانګوال صندوق ګڼل کېږي او شتمني یې شاوخوا دوه ټریلیونه ډالره اټکل شوې، اعلان کړی چې د غزې د انساني ناورین او په لوېدیځه غاړه کې د کړکېچ د زیاتېدو له امله به له څو نورو اسرائیلي شرکتونو هم خپلې ونډې وپلوري.
د صندوق مرستیال مشر تروند ګراندې ویلي، دا پرېکړه د پانګونو د بیا کتنې یوه برخه ده چې د اسراییلو د پوځي کړنو او د بشري حالت د خرابېدو له کبله ترسره کېږي.
یاد صندوق یوه ورځ مخکې هم ویلي وو چې له هغو بهرنیو شتمنۍ-مدیرانو سره قراردادونه فسخوي چې د اسرائیلي شتمنیو برخه اداره کوي او د همدې لامل له مخې یې په دې هېواد کې د خپل پانګونې ځینې برخې له لاسه ورکړې دي.
د راپورونو له مخې، دغه بیاکتنه تېره اوونۍ وروسته له هغه پیل شوه چې رسنیو راپور ورکړ، صندوق له یوې اسرائیلي جټ-انجن جوړوونکې ډلې څخه تر ۲ سلنې ډېره ونډه اخیستې وه.
صندوق د سهشنبې په ورځ تایید کړه چې د BSEL په نوم له یوه اسرائیلي شرکت څخه خپلې ونډې پلورلې دي. ویل کېږي چې دغه شرکت د اسرائیلي پوځ لپاره د جنګي جټونو د ترمیم او ساتنې خدمتونه وړاندې کوي.
د نروې د بانک د پانګونې اداره، چې د ملي شتمنۍ د صندوق د مدیریت مسووله ده، تر ۳۰ جون پورې په ۶۱ اسرائیلي شرکتونو کې ونډه لرله. په وروستیو ورځو کې یې له ۱۱ شرکتونو، په شمول د BSEL، خپلې پانګې ایستلې دي.
د ادارې اجرایي مشر نیکولای تانګن په یوه خبري ناسته کې وویل:
«تمه لرو چې له نورو شرکتونو هم ووځو.»
هغه زیاته کړه چې په BSEL کې پانګونه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې شوې وه، یعنې د غزې د جګړې له پیل یوازې یوه میاشت وروسته. دا پانګونه د یوه بهرني پانګه-مدیر له لارې شوې وه چې نوم یې نه دی افشا شوی.
تانګن وویل، له BSEL سره یې هره درې میاشتې غونډې لرلې، خو د غزې جګړه او د هغې بشري اغېزې د خبرو له اجنډا څخه وې بهر پاتې شوې. د ده په وینا، دا شرکت په پیل کې د اخلاقي خطر له پلوه د “منځني خطر” په توګه ارزول شوی و، خو د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې د “لوړ خطر” په کټګورۍ کې شامل شو. تانګن ومنله چې دا بدلون باید ډېر ژر شوی وای او ادارې باید د خپلو پانګونو پر ارزونه جدي او پر وخت کنټرول کړی وای.
دغه صندوق چې د نروې د حکومت د نفتو او ګازو عواید پانګونه کوي، د نړۍ له تر ټولو لویو پانګهوالو څخه دی او په اوسط ډول د نړۍ د ټولو راجستر شویو شرکتونو ۱.۵ سلنه ونډه لري. دا صندوق په سټاک، بانډونو، ملکیتونو او د نوې انرژۍ پروژو کې هم پراخه پانګونه کوي.