د نړۍ چوپتیا؛ له هند پرته هېڅ هېواد په افغانستان کې د پاکستان بریدونه نهدي غندلي

له ملګرو ملتونو او هند پرته بل هېڅ هېواد تر اوسه پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه نهدي غندلي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي، ډیلي د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او د پاکستان بریدونه یې وغندل.
تر دې مخکې، د پاکستان او اسلامي امارت تر نښتو وروسته روسیه، ایران، قطر، سعودي عربستان او ترکیې په ګډون ځینو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې وه. سعودي عربستان د روان کال د تلې په میاشت کې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو وروسته د اختلافاتو د هواري لپاره پر خبرو اترو ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه چلند به د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیمې د امنیت ساتنې لامل شي.
ورته مهال ترکیې او ایران هم له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي وو، چې له زغم کار واخلي. د تېر کال د مرغومي په میاشت کې هم د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ پر ډیورنډ کرښې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه روسیې د زغم غوښتنه کړې وه. خو د افغانستان په ځینو سیمو د پاکستان وروستیو بریدونو په اړه ان روسیه، چې د اسلامي امارت اداره یې په رسمیت پېژندلې، چوپتیا غوره کړې ده.
اسلامي امارت د پاکستان بریدونه «د افغانستان د ملي حریم ښکاره نقض، د نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب اصولو سرغړونه او د اسلامي ارزښتونو ماتول» بللي او ویلي یې دي چې په پېښه کې ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.
پاکستان بیا ادعا کوي چې په دغه بریدونو کې شاوخوا ۷۰ وسلهوال وژل شوي او څو ځله یې هند د بلوڅ وسلهوالو په ملاتړ تورن کړی، همداراز ادعا کوي چې اسلامي امارت له هند سره په دې برخه کې همکاري کوي.
دغه پېښه په سیمه کې د تاوتریخوالي د دوام، د ملکي وګړو د امنیت د اندېښنو او د نړیوالې ډیپلوماتیکې بېځوابه غبرګونونو څرګندونه کوي.

