د نړۍ ۱۴ پخوانیو لوبډلمشرانو پاکستان ته د عمران خان د ښه چلند غوښتنه کړې

د نړۍ د کرېکټ ملي لوبډلو ۱۴ پخوانیو لوبډلمشرانو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د دغه هېواد له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره په زندان کې ښه چلند وکړي او ورته مناسبې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه لوبډلمشرانو په یوه لیک کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته لیکلي، چې له عمران خان سره دې «سم» چلند وشي. په لاسلیک کوونکو کې د هند پخوانی لوبغاړی سونیل ګواسکر او کپېل دیو هم شامل دي.په لیک کې راغلي، چې د بند په موده کې د عمران خان د ښۍ سترګې د لید کمېدو په اړه راپورونه د دوی جدي اندېښنې راپارولې دي. بلخوا پاکستاني چارواکو ویلي، چې عمران خان په زندان کې له غوره اسانتیاوو برخمن دی.
د عمران خان وکیل هم له هغه سره تر لیدنې وروسته دا منلې، چې د هغه روغتیایي وضعیت اوس ښه دی. همداراز ډاکټرانو اعلان کړی، چې د هغه د ښۍ سترګې حالت تر پخوا ښه شوی او کیڼه سترګه یې هېڅ ستونزه نهلري. له دغه راپورونو وروسته د تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو چې له څو ورځې راهیسې یې د پارلمان مخې ته پرلت وهلی و؛ خپل اعتراض پای ته ورساوه.

