د نیپال لومړنۍ ښځینه لنډمهاله وزیره: سوشیلا کارکي د حکومت پر ضد مظاهرو وروسته ټاکل شوه

د نیپال د سترې محکمې پخوانۍ قاضي القضات سوشیلا کارکي د فساد ضد تاوتریخجنو مظاهرو په ترڅ کې د حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد لنډمهاله لومړۍ وزیره ټاکل شوې ده.

د مظاهرو له سمبالوونکو یا مشرانو سره تر یوې هوکړې وروسته ۷۳ کلنې کارکي د یوې لنډې غونډې پرمهال لوړه وکړه او لومړنۍ نیپالۍ شوه چې د دغه بې‌وزله همالیايي هېواد د لنډمهاله لومړۍ وزیرې په توګه د خپل هېواد مشري سمبالوي.

د یادولو ده چې په نیپال کې پر خواله رسنیو د بندیز لګولو په غبرګون کې د حکومت پر ضد د راپارېدلو اعتراضونو پر مهال په شاوخوا یوه اوونۍ کې نږدې ۵۰ تنه ووژل شول.

د تېرې دوشنبې په ورځ حکومت خپله پرېکړه بېرته واخیستله او بندیز یې ختم کړ خو تر هاغه اوبه له ورخه تېرې وې او مظاهرو د حکومت او فساد ضد تحریک بڼه غوره کړې وه.

د پراخو تاوتریخجنو اعتراضونو په ترڅ کې لومړي وزیر کې‌پي‌ شرما اولي استعفا ورکړه خو پارېدلو مظاهره‌چیانو د پارلمان ودانۍ ته اور واچاوه.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5503a
دکمه بازگشت به بالا