د هلمند ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو خبر ورکړی چې د نوزاد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د اوبو د مدیریت او کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا په هدف د دوه کوچنیو بندونو د جوړولو چارې له بشپړېدو وروسته رسماً د ګټې‌اخیستنې لپاره سپارل شوې دي. د یادو بندونو ټول لګښت ۴ میلیون او ۳۳۲ زره افغانۍ شوی دی. د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دغه بندونه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) په مالي ملاتړ جوړ شوي دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو بندونو په فعالېدو سره به نږدې ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې د نوزاد ولسوالۍ له ۷۳۰ کورنیو سره به د کرنیزو فعالیتونو په پراختیا او د عاید لوړولو کې مرسته وکړي. مسوولین زیاتوي چې د دې ډول پروژو پلي کېدل د کرنې سکتور د ملاتړ تر څنګ، د سیمې په اقتصادي ثبات او د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه‌والي هم مستقیم اغېز لري. د دوی په وینا، د اوبو د ذخیره کولو دا بندونه به د وچکالۍ د مدیریت او د باراني اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي. د هلمند چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد په کچه ورته پروژې د کرنیزو خدماتو د پراختیا، د اوبو د تنظیم، او د بزګرانو د ملاتړ لپاره دوام لري، او هڅه کېږي چې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه نورو سیمو ته هم پراخې کړې شي.

د هلمند ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو خبر ورکړی چې د نوزاد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د اوبو د مدیریت او کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا په هدف د دوه کوچنیو بندونو د جوړولو چارې له بشپړېدو وروسته رسماً د ګټې‌اخیستنې لپاره سپارل شوې دي. د یادو بندونو ټول لګښت ۴ میلیون او ۳۳۲ زره افغانۍ شوی دی.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، دغه بندونه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) په مالي ملاتړ جوړ شوي دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو بندونو په فعالېدو سره به نږدې ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي، چې د نوزاد ولسوالۍ له ۷۳۰ کورنیو سره به د کرنیزو فعالیتونو په پراختیا او د عاید لوړولو کې مرسته وکړي.

مسوولین زیاتوي چې د دې ډول پروژو پلي کېدل د کرنې سکتور د ملاتړ تر څنګ، د سیمې په اقتصادي ثبات او د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه‌والي هم مستقیم اغېز لري. د دوی په وینا، د اوبو د ذخیره کولو دا بندونه به د وچکالۍ د مدیریت او د باراني اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د هلمند چارواکو ټینګار کړی چې د هېواد په کچه ورته پروژې د کرنیزو خدماتو د پراختیا، د اوبو د تنظیم، او د بزګرانو د ملاتړ لپاره دوام لري، او هڅه کېږي چې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه نورو سیمو ته هم پراخې کړې شي.

دکمه بازگشت به بالا