د هند غړي د ملګرو ملتونو په غونډه کې پاکستان په افغان خاوره کې ماشومان په نښه کړي

د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د هند د پارلمان غړي، نېشيکانت دوبی پاکستان په افغان خاوره کې د ماشومانو په وژلو محکوم کړ او زیاته یې کړه چې اسلام اباد په خپلو بریدونو کې ماشومان په نښه کړي دي.

دوبی زیاته کړه چې پاکستان له هند سره هم په سرحدي سیمو کې په خپلو بریدونو کې همیش ملکيان په نښه کړي دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې پاکستاني لوري له څو کلونو راهیسې په کونړ، پکتیا او خوست ولایتونو کې فرضي کرښې ته څېرمه هوايي بریدونه او توغندیزونه بریدونه کړي چې کورنۍ او ماشومان پکې قرباني شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6592a
دکمه بازگشت به بالا