د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د درنې واورې او باران اټکل شوی دی

د ا.ا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د درنې واورې او باران اټکل شوی دی.

د ا.ا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن(دوشنبه، د ډسیمبر ۲۹مه) ویلي، چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د تندر او سختو بادونو سره د درنې واورې او باران اټکل شوی دی.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا اټکل نن ورځ وړاندوینه شوی دی.

د یادې خبرپاڼې له مخې، په غزني، دایکندي، ارزګان، غور، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او زابل کې د درنې واورې او باران امکان شته.

د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځایونو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ ملی مترو پورې د باران او د ۱۰ څخه تر ۳۵ سانتي مترو پورې د واورې اټکل کړی دی.

په خبرپاڼې کې راغلي چې د سالنګ په ګډون په مرکزي، شمال لوېدیځ، لوېدیځ او سویلي ولایتونو کې د قوي بادونو امکان شته چې سرعت یې په ساعت کې د ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

د یادولو ده چې هر کال، د ژمي په پیل سره، سخت بارانونه، واورې اورېدل او قوي بادونه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سړکونو د بندیدو، د ترافیکو د ګډوډۍ او مالي زیانونو لامل کیږي. چارواکي تل له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د هوا پېژندنې خبرداری جدي ونیسي او د احتمالي زیانونو کمولو لپاره چمتو وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2692e
دکمه بازگشت به بالا