د واورې له امله په څو ولایتونو کې لارې لنډمهالي تړل شوې

د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د درنې واورې له امله په څو ولایتونو کې لویې لارې او فرعي سړکونه د تګراتګ لپاره په لنډمهالي ډول تړل شوي، خو د سالنګ لویه لار لاهم د تګراتګ لپاره پرانیستې ده.
د وزارت راپور کې راغلي چې په سالنګ تونل او شاوخوا برخو کې واوره ورېږي، خو موټرونه کولای شي له دواړو لورو تګراتګ وکړي. یواځې باروړونکو موټرو ته له ټېلرو پرته اجازه ورکړل شوې چې له شمال څخه سوېل لوري ته تګ وکړي.
په ورته مهال، د بامیان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درنې واورې له امله حاجیګک، قوناق، شاطو، بکک کوتلونه او د دهن سیاه درې – پل لارې تړل شوې دي. همداراز د یکاولنګ، درهصوف، پنجاب او اب قول کرمان لارې لنډمهالي تړل شوي دي.
په غور ولایت کې هم د سختو واورو له امله بند بکک، بند بایند، بند غوک، بند بور، لعل، کرمان، بند شاتیغ، حوض بنګي او یوشمېر نورې لارې تړل شوې دي. سربېره پر دې، د بدخشان ولایت یاوان لاره هم د تګراتګ لپاره لنډمهالي تړل شوې ده.
د اسلامي امارت وزارت مسوولینو د ټولو موټر چلوونکو او مساپر وړونکو ته سپارښتنه کړې چې د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او د هوا شرایطو ته جدي پام وکړي.

