د واورې پر سر شخړه کې په ننګرهار کې یو کس ووژل شو

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې کوڅې ته د واورې غورځولو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د شېرزاد ولسوالۍ په غاړي کلي کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، پېښه هغه مهال شوې چې یوه لوري د خپل بام واوره کوڅې ته غورځوله، خو د بل کور غړو یې مخالفت کاوه، دغه اختلاف لومړی لفظي بڼه درلوده، خو وروسته په فزیکي شخړه واوښته.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې په شخړه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې عاملین نیول شوي او له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دکمه بازگشت به بالا