د وینزویلا د سرو زرو کان نړېدو پېښه لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شول

د وینزویلا په سوېل کې د سختو ورښتونو له امله د سرو زرو د یوه کان نړېدو پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاده پېښه د وینزویلا په سوېل کې د «ال‌کایایو» په ښارګوټي کې شوې ده.

د سرچینې په وینا، «د خطر مدیریت ملي سیسټم» ټیمونه د مړو ایستلو عملیاتو ته دوام ورکوي او تر اوسه د قربانیانو جسدونه له درېیو جلا تونلونو راایستل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاده پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6613a
دکمه بازگشت به بالا