د ټولګټو وزارت له وسپنې پټلۍ ۶۹۹ زره ټنه انتقالات او ۱۰۲۵ ټنه صادرات

د ټولګټو وزارت وایي چې د روان کال په جدې میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۶۹۹ زره ۸۲۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۶۳۲۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۵۲۸۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۸۷۰۴۲) ټنه او د خواف –هرات (۹۱۱۶۳) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۶۹۹۸۲۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
ښاغلي حقشناس لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي. په جدې مياشت کې (۱۰۲۵) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې او د انار جوس دي.
د ټولګټو وزارت د خبرپاڼې له مخې: “هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.“
سرچینې لیکلي چې د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

