د ټي ټي پي قاضي له افغان حکومته د وسلو ترلاسه کولو تورونه ناسم دي

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د شریعت محکمې یو قاضي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې هغه تورونه رد کړي چې ګواکې افغان حکومت دغه ډلې ته وسلې ورکوي.
قاضي امیر محمد محسود ویلي، پر دې اړه خپرېدونکي ادعاوې بنسټ نه لري او «تش تورونه» دي. د نوموړي په وینا، دا ډول خبرې د سیاسي فشارونو او تبلیغاتو برخه ده او له واقعي حالته واټن لري.
تر دې مخکې هم ځینو راپورونو کې ادعا شوې وه چې له امریکا پاتې شوې وسلې د پاکستان طالبانو تحریک غړو ته رسېږي، خو پر دې موضوع کره شواهد په ډاګه شوي نه دي.
اسلامي امارت بیا په وار وار دا ډول راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د ټي ټي پي اړوند موضوعات د پاکستان کورني مسایل دي. د چارواکو په وینا، دوی نه غواړي د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وشي او باور لري چې هر هېواد باید خپلې ستونزې د خپلو میکانیزمونو له لارې حل کړي.
د یادو څرګندونو تر څنګ، سیمهییز شنونکي باور لري چې د دې موضوع سیاسي او امنیتي اړخونه لا هم د بحث وړ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ باور جوړونه کولای شي د ورته تورونو مخه ونیسي.

