د پاکستاني بریدونو پر ضد د امارت دریځ جګړه حل نه، بلکې اړیکې غواړو

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین، محمد نعیم د چین له سفیر، ژاو شینګ سره کتلي دي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه کتنه کې دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا بحث شوی.

ښاغلي نعیم د پاکستان له لوري د بریدونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت واضح موقف په بيانولو سره وويل، د افغانستان پر حریم برید “ظالمانه” او “بزدلانه” بريد و چې مناسب ځواب يې هم وويل شو.

هغه زياته کړه چې جګړه د ستونزو حل لاره نه ده او اسلامي امارت له ټولو په ځانګړي ډول خپلو ګاونډيانو سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي.

دکمه بازگشت به بالا