د پاکستان اپوزېسیون: اسلام‌اباد دې له افغانستان سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي

د پاکستان د حکومت مخالفو سياسي حزبونو ائتلاف د يوې ناستې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافونو او ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او سوله‌ييزو لارو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د «جیو نیوز» د راپور له مخې، دغه ناسته د يکشنبې په شپه (د میزان ۲۰مه) د «تحریک تحفظ آيین پاکستان» (TTAP) تر مشرۍ لاندې د سياسي اپوزیسیون له لوري ترسره شوې ده.

ائتلاف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوله‌‌ييزې هوکړې ټینګښت ته ټینګار کړی او له حکومت څخه یې غوښتي، چې پارلمان دې ګډه ناسته راوبلي او خلک دې د وروستیو تحولاتو په اړه په جریان کې وساتي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6543a
دکمه بازگشت به بالا