د پاکستان فدرالی حکومت د ناقانونه بهرنيو وکړو د اېستلو پرېکړه کړی

خبرگزاری سریع: د پاکستان فدرالي حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه بهرنیو وګړو د ايستلو پرېکړه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان فدرالي حکومت ځايي ادارو، پولیسو، زندانونو او نورو اړوند چارواکو ته د ناقانونه بهرنیو وګړو په تړاو لارښوونې کړې دي.

په پاکستان کې ګڼ شمېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري یا یې د اسنادو د اعتبار موده پای ته رسېدلې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د لارښوونو له مخې، د بهرنیانو د قانون ( ۱۴ ب) برخه به د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره وکارول شي چې محاکمه یې روانه وي یا یې په دغه هېواد کې د بند موده تېره کړې وي.

د راپورونو له مخې، په دې کې یوازې په کوچنیو جرمونو کې ښکېل افغانان شامل دي او هغوی په کې نه راځي چې په دغه هېواد کې د قتل، انسان تښتونې او نورو درندو جرمونو کې ښکېل ګڼل شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا