د پروان په غرونو کې د مرګ زېرمې کشف شوې؛ پولیسو وسلې او مهمات ونیول

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پروان امنیې قومندانۍ پولیسو د یو لړ چاڼیزو عملیاتو پر مهال د دې ولایت په سرخ‌پارسا ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.
په دې وسلو کې ۱۵ ډوله بېلابېلې وسلې او مهمات، پینځه صندوقه د پیکا مرمۍ، ۱۶ کړۍ لاسي بمونه، ۳۵ د نارنجک ویشتونکي مرمۍ او نور نظامي تجهیزات په کې شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دې قضیې په تړاو یې یو تن نیولی دی.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a332s
دکمه بازگشت به بالا