د پنجشیر د اوبو د انتقال پروژه: خصوصي شرکت د سروې او ډیزاین د بشپړولو ژمنه وکړه

د خصوصي سکتور یو شرکت په ناسته کې د ملا عبدالغني برادر، د لومړي وزیر د اقتصادي معاون، په حضور کې ژمنه کړې چې د پنجشیر د سیند اوبه کابل ته د انتقال د پروژې سروې او ډیزاین به په راتلونکو دوو اونیو کې بشپړ کړي.

د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې، دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) د برادر صاحب په دفتر کې جوړه شوې وه.

د اقتصادي معاونیت په وینا، د «کټوازي ګروپ» شرکت مسؤلینو ویلي چې د پروژې ټول اړوند اسناد یې د اوبو او انرژۍ وزارت څخه ترلاسه کړي او د ټولو معیارونو او اړتیاوو په رعایت کولو سره د پنجشیر د اوبو کابل ته د انتقال په پروژه کې پانګونې ته چمتو دي.

دکمه بازگشت به بالا