د پکتیکا ستونزې او د ارګ ځوابونه: د اسلامي امارت بې‌پایلې هڅې د هرې برخې د پرمختګ لپاره

د ریاست الوزرا‌ء د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع د پکتیکا له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې، وړاندیزونه اورېدلي او د هغوی ستونزو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کتنه نن (شنبې، زمري ۱۸مه) په ارګ کې شوې، او راغلو مشرانو د برېښنا د نشتوالي، د پوهنې، روغتیا، د مواصلاتي لارو جوړولو او بیارغاونې او بنسټیزو پروژو د پلې کولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د پکتیکا د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه بیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس له قوله ویل شوي: “ارګ د ټولو افغانانو ګډ کور او دروازه یې د ټولو پرمخ پرانیستې ده.”
د نوموړي په وینا چې اسلامي امارت له توپير پرته د ټولو ولسونو ستونزې، وړاندیزونه او مشورې اوري او ټولو مسایلو ته د رسېدنې په برخه کې نه‌ ستړې‌کېدونکې هڅې کوي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a381s
دکمه بازگشت به بالا