د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد: د سروبي ولسوالۍ مسؤلین دې د خلکو ستونزې پر وخت او شفاف حل کړي

د پکتیکا ولایت مقام رسنيو دفتر وايي، چې د دغه ولايت والي «ملا عبدالخالق عابد د سروبي ولسوالۍ له مسؤلینو سره ځانګړې لیدنه ترسره کړه.»
ياد دفتر ویلي، چې په دې ناسته کې د ولسوالۍ د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او دینی عالمانو ګډون درلود.
د پکتیکا ولایت مقام رسنيو دفتر ليکلي، چې په ناسته کې ښاغلي عابد د ولسوالۍ د خدمتونو د لا ښه کېدو لپاره اړونده ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړې او له مسؤلینو یې غوښتنه وکړه چې د خلکو ستونزې په وخت او شفاف ډول حل کړي.
د پکتیکا والي ملا عبدالخالق عابد ټینګار کړی، چې د امارت امکانات د ولس خدمت لپاره دي او باید د خلکو هوساینه د ټولو مسؤلینو لومړیتوب وي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a714s