د کابل او مزار مارکېټونو طرحې تایید شوې

د ریاست الوزار اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو د وړاندې شویو طرحو په اړه د مالیې وزارت د ارزونې راپور وړاندې او پرې بحث وشو.
همدارنګه دې غونډه کې په مزارشریف ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ارزونې راپور وړاندې او له بحث وروسته تایید شو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/F436F

