کندهار سږکال له ولایت څخه ۴۲ زره ټنه انګور بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال له دغه ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته د انګورو صادرات په بې‌ساري ډول ډېر شوي او دا د هېواد د کرنیز سکتور د پیاوړتیا یو مهم نښه بلل کېږي.

د کرنیزو چارو د آمریت د معلوماتو له مخې، په روان کال کې له کندهاره ۴۲ زره او ۲۲۴ ټنه انګور بهر ته صادر شوي، چې دا د تېر کال په پرتله نږدې ۱۹ زره ټنه زیاتوالی ښيي.

د کرنیزو چارو آمر، انجنیر ایمل حکیمي، ویلي دي چې د انګورو د تولید او صادراتو دا زیاتوالی د کرنې ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، او د ملي سوداګرو د ګډو هڅو پایله ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د کندهار انګور سږ کال د پاکستان، هند، بنګلدېش او عراق بازارونو ته صادر شوي، او دا اقدام نه‌يوازې د بزګرانو د عاید کچه لوړه کړې، بلکې د هېواد د کرنیزو محصولاتو پر نړیوال اعتبار یې هم مثبت اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، د انګورو د کیفیت ښه‌والی، د صادراتي لارو د اسانېدو او د بزګرانو د پوهاوي د کچې لوړوالي له امله، د کندهار د انګورو پر بازار غوښتنه ورځ تر بلې زیاتیږي.

اقتصادي شنونکي باور لري، چې د کرنیزو محصولاتو لکه انګورو، انارو، ممپلیو او نورو میوو صادرات کولی شي د افغانستان د اقتصاد د ثبات او ودې لپاره مهم رول ولوبوي.

ویل کېږي، د کندهار د انګورو د صادراتو زیاتوالی دا څرګندوي چې د هېواد کرنیز سکتور د بیا راژوندي کېدو او نړیوالو بازارونو ته د رسېدو په لور د پام وړ پرمختګ کوي، او افغان بزګران ورځ تر بلې د خپل تولید کیفیت او کمیت دواړو په برخه کې لا ډېر پرمختګ کوي.

دکمه بازگشت به بالا