د کندهار سپین‌بولدک ولسوالۍ ۳۹.۶ کیلومتره سړک بشپړ شو

د کندهار ولایت «سپین‌بولدک» ولسوالۍ ته د غځېدلي دویم لین ۳۹٫۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه ولایت مقام د رسنیو دفتر لیکلي چې په دې پروژه ۱٫۲۲ میلیارد افغانۍ مصرف شوی او د مخکني حکومت پرمهال پیل‌شوې چارې یې اوس بشپړې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې د یاد سړک په مسیر کې د یو پولچک، روډ مارکینګ او شولډر د رغونې چارې هم پیل شوې چې په راتلونکو ورځو کې به بشپړې شي، او ترڅنګ یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عمومي جادې د رغونې چارې هم پيل شوې دي.
د کندهار ولایت مقام دا هم لیکلي، ټاکل شوې چې په کندهار کې تر سپین‌بولدک ولسوالۍ پورې د پخواني لومړي لین سړک د بیاترمیم چارې هم په نږدې راتلونکو کلونو کې پیل شي.
په ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې پر بشپړېدو خوښي ښودلې او هلته یې د ورته نورو پروژو د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w254w
دکمه بازگشت به بالا