د کورنیو چارو وزارت: د شپې له نهو وروسته د پټاکیو کارول منع دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع خبر ورکړی، چې د وزارت رهبرۍ د پرېکړې له مخې د شپې مهال د خوښیو نمانځنې لپاره د پټاکیو کارول محدود شوي.
د یاد وزارت ویاند وايي، چې هېوادوال کولی شي د خوښۍ نمانځنه کې یوازې د شپې تر ۸ یا ۹ بجو پورې پټاکۍ په ډېره کمه کچه وکاروي.
نوموړي زیاته کړې، که څوک تر نهو بجو وروسته دا کار وکړي نو قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې عامو خلکو له حکومت غوښتنه کوله، چې د شپې ناوخته د پټاکیو پر چوولو بندیز ولګوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6260a