د کور جوړولو وزارت په بلخ کې ۳۰۵ اړمنو کډوالو ته د نمرو وېش پیل شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت په بلخ کې ۳۰۵ اړمنو کډوالو کورنيو ته د نمرو د وېش لړۍ له پيل خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند کمال افغان د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجيب‌الله حيات حقاني کډوالو کورنيو ته د دايمي اوسېدو ځاي برابرېدو په موخه د همدې پروسې پر لاچټکتيا ټينګار کړی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دايمي مېشېدنې کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت په شاوخوا ۲۹ ولایتونو کې تر ۶۰ پورې ښارګوټي ډیزاین کړي او د نورو لپاره هم تابیا روانه ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W2013E

 

دکمه بازگشت به بالا