د کونړ زلزلهځپلو ته د مرستو څلورمه جوپه: اروپايي ټولنې له ۲۵۰ ټنه ډېرو توکو د رسېدو خبر ورکړ

اروپايي ټولنې پر خپله اېکس پاڼه د کونړ زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په موخه د څلورمې جوپې د رارسېدو خبر ورکړی دی.
د يادې ټولنې په وينا، په دې جوپه کې د ختيځو ولايتونو د وروستۍ زلزلې زيانمنو ته تر ۲۵۰ ټنه ډېر اړين توکي شامل دي.
دې ټولنې ډاډ ورکړی، چې کابل ته د خوراکي، ژغورنې او د بېړنيو توکو د مرستو رسولو بهير دوام لري او نورې الوتکې هم په لاره دي.
دا په داسې مهال ده، چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په ختيځو ولايتونو په ځانګړې توګه کونړ کې د وروستۍ زلزلې ځپلو لپاره مرستې رالېږلې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5904a