د ګډې سوداګرۍ خونه: د لارو بندېدو له امله پاکستان ته ۴.۵ میلیارد ډالرو زیان اوښتی دی.

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې (PAJCCI) اعلان کړی چې د سرحدي لارو د پرلهپسې تړل کېدو له امله تر اوسه د پاکستان سوداګرۍ ته له ۴٫۵ میلیارد ډالرو زیات مالي زیان اوښتی دی. د یادې خونې په وینا، د لارو تړل کېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ټکنۍ کړې، بلکې د صادراتو او وارداتو پر بهیر یې ژور منفي اغېز کړی دی.
پاکستاني رسنیو د PAJCCI له قوله راپور ورکړی چې د کرنې او ودانیزو چارو د لوړې کچې په موسم کې، هره ورځ د ۵۰ تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې صادرات ترسره کېدل؛ خو د لارو له بندېدو سره دغه بهیر په بشپړ ډول درېدلی او سوداګر له جدي مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
د یادې خونې چارواکو خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام ومومي، نو د نارنجو، کچالو او ورته نورو موسمي توکو صادرات به د ډسمبر تر مارچ میاشتو پورې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان هم وویني. دوی ټینګار کړی چې د لارو پرانیستل او د سوداګرۍ د اسانتیاوو برابرول د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ګټه دي او د ځنډ دوام به د سیمې پر سوداګریز ثبات ناوړه پایلې ولري.

