د یتیمو او ردمرزي ماشومانو د ژوند د بدلون لپاره تازه ګامونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یتیمو او ردمرزي ماشومانو د ملاتړ په موخه، د کابل ښار په مرکز کې پر ۱۱۵ ماشومانو د ژمنیو جامو مرسته وکړه.

د دې وزارت مرستیال عبیدالله امین‌زاده د مرستو د وېش پر مهال وویل، چې وزارت یې ژمن دی له بې‌سرپرستو ماشومانو او ښځو سره هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړه:

موږ د ټولنې له زیان‌من قشر سره مرستې، د ژوند د اسانتیاوو برابرول، ښوونه او روزنه، روغتیايي خدمتونه او د سرپناه موندل، خپل اصلي لومړیتوبونه ګڼو.

 

امین‌زاده ټینګار وکړ چې وزارت هڅه کوي د یتیمو او ردمرزي ماشومانو د ژوند کیفیت ته بدلون ورکړي او دوی له ټولنیز انزوا څخه راوباسي. نوموړي په یاده ناسته کې له یو شمېر ماشومانو سره له نږدې ولیدل او د دوی ستونزې او اړتیاوې یې واورېدې.

په همدې غونډه کې د ماشومانو د ساتنې رئیس، سعدالدین مطمئن، وویل چې د بې‌سرپرستو ماشومانو خوندیتوب د دوی یوه مهمه دنده ده. هغه له هېوادوالو وغوښتل، که له کوم ورک یا بې‌سرپرسته ماشوم سره مخ شي، له وزارت سره دې اړیکه ونیسي، تر څو دغه ماشومان خپلو کورنیو ته ور وګرځول شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هڅه کوي چې د ټولنې له زیان‌منو قشرونو سره د مرستو لړۍ پراخه کړي او په ځانګړي ډول یتیمو ماشومانو ته یو خوندي، باثباته او هیله‌ناک ژوند برابر کړي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a333s
دکمه بازگشت به بالا