ذاکر جلالي د اوربند نقض د پاکستان له لوري شوی، امارت ډيپلوماټيک بری خپل کړی

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي له پاکستان سره د اوربند د هوکړې په تړاو اېکس پوسټ کې لیکلي، افغانستان له پیله په همدې دریځ و چې خاوره به یې د نورو په ضد نه کارول کیږي.
هغه زیاته کړې چې اوس هم لومړی نقض د پاکستان له لوري وشو چې افغان حریم ته راننوتل.
ښاغلي جلالي ویلي، د ملي دفاع وزیر په مشرۍ د پلاوي استول په خپله ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلې خاورې د دفاع ترڅنګ د مسئلې ډيپلوماټیک حل کې هم جدي وو او ډيپلوماټيک بری هم خپل کړی دی.
هغه ویلي، ښه ده چې پاکستاني لوري هم د منځګړو په حضور کې دا ژمنه کړې وي چې لاسوهنه به نه کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a996s

